د محمد عمران شهید په اړه

محمد عمران جان شہید
محمد عمران

محمد عمران په 1998ز کال د مئ په 28 په چمن ښار کښي و زوکیدی چی د پلار نوم یی حاجی فدا محمد او نیکه نوم یی حاجی محمد عوض وو. دئ په خټه عبدالله زئ وو چی د بارکزئ ښاخ دی. دده کورنی په شرافت کی لوړ نوم لری. نوموړی د ماشومتوب نه تر زوانی پوری د ادب، پټ خولتیا، شرافت او اطاعت لوړه درجه لرل. تر ټولو ښه خویه یی دا ول چی په ټول ژوند می په درواغو نه ولیدی، نه می دبل چا سخه واوریدل. حق ویل یی د چا سخه نه پوټول هم دا وجه یی ول چی ډیر لږ دوستان یی لرل. ډیر صفا او خوش اروا به ګرزیدی. په مکتب کی هم داسی ژوند وکړي چې هیڅ چا یی شکایت و نه کړی. د مور او پلار او مشرانو دومره تابعدار وو چی هر کار ته به یی وبالی بی له څه ویلو به یی تر سره کاوی. د کور کارونه، ده تجارت حساب کتاب ټول دده پر غاړه ول. سره ددی د هر قسم نشی، بی زایه شوق او بد عاداتو سخه خلاص وو. پنځه وخته لمونځ به یی اکثره په جمه سره کاوی. د اعتکاف شرف یی هم په ډیر لږ عمر کی و موندی. په کور کی په شرعي جامو او ناسته پاسته کی ډیر حساس وو. په پښتو کي واي ډير صفت د الله ښه دي، مګر عمران د صفت وړ انسان وو، هميش به د غريب سره په مرسته کي مخ ته وو، څوک يي دغي نه پريښووي ، د هرچا سره به يي مرسته کوله، ډير زړه سوانزه انسان وو. د نيکه مرحوم(چي تقريبا ١٠٠ کاله عمري درلودي) دده له شهادت سخه ٢٠ ورځي وروسته وفات شو ، خدمت به ي هميش عمران جان کاوي ، نيکه د وفات سخه يوه ورځ مخکي د بي هوښي په حال کي ژغ وکي " عمرانه راشه ما ډاکټر ته بوزه" دوه دري ځله يي ناري ووهلي مګر ګران عمران په خواژه خوب ويده وو. د مور جاني د کور هر خدمت د عمران په غاړه وو، لنډه داچي عمران جان يو فرشته صفت انسان وو چي الله پر مځکه موژ ته راکړي وو.

د ملګرتيا په ژوند کی هم چا لومړیتوب نه شو تری وړلای، هر وخت به ترمخه وو په پیسو ادا کولو کی او خدمت کولو کي او په پوښتنه کولو کی، بیا هم په هر چا کی کمي شته په عمران جان کی به هم کمۍ ولی خو ډیری لږ. دغه عادت می یی ډیر خوښ وو که به خوابدی شو بیرته به په خپله ژر پخلا سو. که به ته خوابدی شوی هم به یی نه پریښودلی. ډیر زیات وفادار او مينه ناک وو د ناوسه دوستانو سره مرستنديو وو، زیاتره دوستان یی غریبان ول، لاکن هیڅ کله به دی دا نه وی ویلي چی دا څنګه انسان دی، حال دا چی ډیر مالداره کورنی یی ول. ټول کورنیان یی داسی ول، خو عمران جان پکی ځانګړتیا درلودل په یقین سره وایم ما په خپله تر اوسه داسی انسان نه وو لیدلی چی الله پاکﷻ دی هر څه په دومره ښه اندازه کی ورکړی وی.

په ناحقه به ډير زوريدي چي چا به له چا سره کول، د چمن د خلګو کاروبار زيات پر افغانستان ويش (بارډر) وو، له څه زياتي مودي يعني 2005 راهيسي د پاکستان او افغانستان اړيکي ښي نه دي برابري هره ورځ به يو بهانه نه بهانه د دروازره بنديدل سختول او نوي نوي قانونو جوړول خلګ د لو ئي مشکل سره مخ کړي دي، محمد عمران هم د خپل کاروبار لپاره د 2017 سخه ويش ته تلي او راتلي هم په دغه ورځو او شپو کي د ويش دروازه ډيره زياته سخته او د ناوړه مشکلاتو سره مخ ول په ځانګړي د پاکستان له لوري، کوم افغانان چي به دي خواته راتلل هغه به زيات تنګيدل بي زايه پوښتني به ورسره کيدلي رشوت به جني اخيستل کيدي، زه په خپله ددي شاهد يم چي پاکستاني مليشي به افغانان ډير زهيرول ، د هر چا چي يو لږ غوندي ايمان يا پښتونوالي په زړه کي وي خواه يي په بديږي، بل خوا د چمن لغړيان هم د عامه  تګ راتګ په مخ کي لوئ خنډ وو، ما به هميش و عمران ته ويل چي دا باډر دي ستړي کوي ته ځان ته بل ښه کار ومونده ده به خندل ويل به اللهﷻ مهربانه دي ، زه تر نورو انسانانو نه يم معتبر ، ګزاره به کوو سه په کیئ، د الله پاکﷻ ورځي او شپي دي ، کله چي په کال 2019 په پائي او 2020 په اول کي د کرونا وبا اوازه خپره شوه ، نو ټوله نړي په تشويش کي شوه ، پاکستان او افغانستان هم غوژونه شک ونيول چي ته وا موژ ته څه کول پکار دي ، نو دواړه لوري پر دروازه را وغورزيدل ژر ژر يي دروازه وتړل چي موژ ستاسو ډير فکر کوو داسي نه ويروس مو راسخه ووهي ، په تيرو 50 کلو کي چي کوم ذلالتونه دي دواړو هيوادونو حکومتو پر موژ تير کړي دي هغه دي اللهﷻ پر حيوانانو هم نه راولي، خير دري مياشتي دروازه بنده علاقه سره ليکه شوه څوک نژدي هم نه شي ورتللائي په دي وخت کي د لغړي اتحاد ملګرو د احتجاج نعره پورته کړه ، چي د چمن اکثره عامه خلګو يي ملاتړ وکړی. کرار کرار لاريون په پرلت بدل شو ، نورو سياسي ګوندو مختلفه تنظيمو پکي برخه واخيستل، په دي پرلت کي ډير زيات سياسي لوبه روانه ول ، هر چا خپل سياست پخوائي ، دغه پرلت کيسه به بيا په بل پوسټ کي درته وکړم. محمد عمران جان هم پرلت ته تلي راتلي ، زه هم يو وار چي د بلوچستان ايالت داخله وزير او د چمن نيشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اچکزئي راغلي وو ورلم، ددوي خبري مو واوريدي ، او د لغړيانو دا هم ، معلمويدله چي خبره چپه لور ته روانه ده، په دي پرلت کي د پي ټي ايم خاص رول ول ، ملا بهرام يي خاص لوبغاړي وول دوي و لغړيانو ته چپه سر ور خلاصوي ، د جنجال و خوا ته يي خبره بيول ، د لغريانو مطلب ددي مسافرو تګ راتګ نه وو بلکه خپله کاچاقبري ول ، خو عامو خلګو ته يي دا رنګ ورکړي وول چي مونږ د خلګو پر مخ دروازه خلاصول غواړو، د عمران غوندي په زړه صفا انسان د هر چا هره خبره زړه ته لويږي زوانانو چي ويل ريشتيا هم دا کيسه ده ، په دي لوبه کي ، لوئي صادق ، کوچني صادق چي ادوزي شکرزي دي ، ډيره زياته هوا يي ورکړه ولي چي ددوي په کروړو روپي روزانه کاروبار ودريدي، داغه رقم نور لغريان ، لکه سکيټري ، غوث الله وغيره وغيره ، چي په ټوله ژوند يي د خير کار نه دي کړي نن ورځ يي د دروازي غم په مخه واخيستي، په جولائي 2020 کي د نيشنل ګوند ايالتي مشر او بلوچستان ولايتي شورا غړي اصغر خان يوه پريکړه وکړه د لغړيانو او تجارانو په ناسته ، چي لغړيان (پرلت والا) به پرلت پورته کړي تر څو چي بند کانتينران خپل ځاي ته ورسيږي او تجاران د کړوړو روپو تاوان سخه وژغورل سي چي هم د دا ښار تاوان دي، مونږ دا وعده کوو که چيري د اختره ورسته (د اګست په اوله وو) پاکستاني حکومت دروازه نه کړه خلاصه ، ټولي لاري بنده وو او په لوړه کچه به لاريونونه جوړوو، د لغړي اتحاد مشرانو دا خبره ومنل ، او ټول په دي خبره قانع شول ، مګر په عين وخت کي ملا بهرام او پي ټي ايم نورو کارکونکو و لغريانوته وويل چي تاسو خرڅ کړل شوي، په دي مابين کي يو لغړي چي نوم یی منډولي وو راپورته شو او کنځل ي وکړه چي هر چا دا فيصله کړي يي ------  ، زه په خپله دا کس پيژنم ډير کمزوري او بي ناموسه انسان دي ، ډيره بي دينه کورني ده، څو واره په غلا کي هم نيول شوي دي ، خو ملا بهرام او نورو کسانو پر ملا ټکاوي، غوث الله او سيکټري بيرته خپله ژمنه ماته کړه، بيا د ايف سي سره دا خبره وشوه چي اختر را نږدی دي بايد دوي ورځي دروازه خلاصه شي چي دا مسافر خپلو کورو ته ولاړشي،ايف سي کمانډر ويل په دي شرط چي تاسو پرلت پورته کړي مونږ دروازه خلاصوو ،هوکړه وشوه ، اوله ورځ ايف سي دروازه خلاصه کړل لاکن لغريانو پرلت نه کړي پورته ، دويمه ورځ يعني 30 جولائي 2020 ايف سي دروازه نه کړل خلاصه، مسافر له يوي خوا او بلي خوا له ډير زيات لري ځايو سخه راغلي ول چي په ډيره زياته سخته ګرمي کي پاته شول او ماشومان ، مريضان، سپينږري او زناني په ډير سخت مشکل کښی پاتي ول چي سبا له د افغانستان اختر وو ، ايف سي په دي وجه دروازه نه خلاصول چي تاسو هوکړه ماته کړل پرلت مو نه کړي پورته ، مولوي صلاح الدين او اصغر خان کوششونه شروع کړي ول چي يو لار جوړه کړي ، مګر ملا بهرام سره د ملګرو خلګ را وپارول ، عمران او داسي نور زوانان د خلګو په خدمت اخته ول ، چا اوبه ور وړلي چا بل خدمت کاوي، عمران هم په خپلو لاسو ماشومان او زناني اوبولي يوه کس راته وويل چي کله عمران يوي زناني ته اوبه ورکړي چي زياته تږي او ګرمي زورولي وه ، دا دعا ورته کړه چي زما لاليه اللهﷻ دي د جنت په اوبو اوبه کړه، ټوله ورځ يي د ملګرو سره د مسافرو خدمت وکړي ، ما پښين چي کله ځاي ته راغلي د غرمي ډوډي يي وخوړل لمونځ يي وکړي بيا يي د کور ماشومان نائي ته بوتلل او وريښتان يي ور سم کړل ، د اختر سودا يي واخيستل ، او بيرته خپل د بازار ځاي ته راغلي ، هر وخت چي به مازيګر کور ته تلل ، نو د کور ماشومان به ده رسول په موټر کښي، په دي ورځ چي کله ځاي ته راغلي د بده مرغه په فيس بوک د غوث الله ويډيو شروع ول چي پر دروازه حالت خراب دي ځانونه را ورسوي، عمران هم ور روان شو، پر دروازه حالت ملا بهرام او ملګرو خراب کړي وو چي ورغلل او زوانان ورسره ول هلته يي و ايف سي ته اختارونه ورکول او بله خوا ته يي ددروازي سره جوړسوي کرنطين سينټر ته اور ور واچوي ، عمران په هيڅ نه وو خبر او ژر تر ژره يي ځان ور ورسوي ، چي بيخي زيات انسانان را جمع شوي ول ، کله چي دوي دکمپيوټرانو و ځاي ته چي د دروازي سره بيخي نږدي وو ورسيدل او پر ايف سي باندي ډبريز بريد وکړي ، ددي خوا کوچني صادق ، د پاکستاني ګمرګ شاته په تپانچه ټکان وکړل او نعري يي وهلي چي ورسي ماينه يي ------ ايف سي هم فائرنګ  شروع کړي ، مخکي له دي د چمن او بولدک د خلګو خبره شوي وه چي تاسی له يوي خوا او موږ به د بلي خوا پر ايف سي راسو او هر څه به له منځه يوسو ، مګر د چمن له خوا چي زوانان ورغلل د افغانستان لوري عسکرو خلګ نه پريښودل ، چي ايف سي ښه فايرنګونه وکړل او خلګ يي په شهادت ورسول او زخميان يي کړل بيا د افغانستان لوري خلګو پر را وځغستل او افغانستان او پاکستاني لوري ټکان شروع کړل.

کله چي اول ټکان شروع شول خلګ ټول پر سړک پريوتل، عمران جان راپورته شو او ورته وويل چي تاسو پروتي ته راغلي ياست، چي دا خبره يي کول د اجل مرمۍ يي تر زړه پوري ووري ووتل، عمران پر مځکه پريوتي، د عرفات ورځ، د جمعي مبارکی شپه او مازيګر لمر پريوتو وخت ول ، عمران  پر سړک پروت او مخ يي د آسمان و طرف ته وو، نه يي پښه وغورځول نه ي لاس نه يي ناري ووهلي ، چي خپل رب کومه درجه ورښکاره کړه، ښائسته روح د ښائسته بشر سخه د وتو په حال شوه، دومره څوک نه وو چي ګران راپورته کړي. 


ترياليان په منډه تر چمن پوري راورسيدل. ځما سکه د اکا زوی هم په دی جنجال کښی هلته وو د هغه د خولی خبره ده چی کله فائرنګ شروع شو کوم د پرلت مشران چی زان ته ویل په دومره تیزی سره ووتل چی موږ راتلو دوی بیا به په ګودامو کښی ولاړ ول. نه یو زخمی شو نه مړ ښه روغ رمټ راووتل د صادق ویډیو ټوله ښار ولیدل چی ده ټکان وکړل او بیا  له هغه زایه وتښتیدی. بهرام بیا د هسپتال و مخ ته د مګر مچ په اوښکو ژړل. ددوی کار جوړ شو د شهیدانو په وینه ښه کاروبار کیژی هغه ورته پیدا شو. نه یی د کور غړی کی ولاړی نه یی پوزه کی وینی شوه. موږ خپل د زړه ارمان کی بایلوی غم یی قریبانو وو دوستانو ته ورپاته شو. سیاست وو کاروبار ملابهرام، اسلم، غوث الله، سکیټری، منډولی وغیره پر کاوی. 

 ځه ټوله ورځ په دفتر کښي ناست وم په هیس هم نه یی خبر شوی. انټرنيټ هم خراب وو ، ماښام بل ملګري راغلي راته وويل چي پر دروازه جنګ شروع دي ته خبر يي که نه ، ما ويل چي نه يم خبر ، د ماښام لمانځه ورسته ، د چت سر ته وختم چي وګورم چي څه کيسه ده، شا و خوا دودونه او د ټکانو اوازونه ول، بيا يو څه وخت وروسته د پاکستاني فوځي قلعی څخه د توپونو په واسطه لوړ ټکان شروع شول، زه د کور په لور روان شوم چی پوښتنه وکړم چي د کور کوم کس خو به نه وي لګيدلي ، چي روان وم لا مي زړي داسي شين وو چي خدايه دا سنګه کيسه ده، کورته چي راغلم ، ډير زيات ستړي هم ولم ، چي لا کيناستلي نه وم کشر ورور مي راغلي او راته کيناستي ويل چي ستا انډيوال عمران هم شهيد شوي دي، په ما لکه آسمان چي راچپه شي ، ورته وم کوم عمران شيي، اول می زړه ته تیره شوه چه بل یو نه دیل ، ده بد بخته يي په موبايل کي ژر ژر تصوير راښکاره کړي، در پښو مي مځکه سور او شوه ، ځان مي يو سه په حال کي راوستي ، نه يي شم بيانولي چي څنګه شپه وه څنګه حال وو، بل ملګري ته مي حال وکي ، کورته ورغلم ، چي ګورم  کوسه د موټرانو ډکه ده ، خلګ د ديوالو و بغل ته ولاړ او داسي سکوت دي لکه د قيامت ژغ چي پري شوي وي، زه هم نيم په حال او نيم بي حاله ، خوله مي وچه خبري نه شم کولائي ، مسجد طرف ته ورغلم ، بس د ګران کفن او غسل شوي وو، د کور و طرف ته يي واخيستي، چي کور ته یی دننه کړي ، بيا چي کوم د قيامت او سوز اوازونه ما اوريدل هسي مي زړه ټینګ کړي وو ، بيا مي پر مولوي صاب ژغ وکړي ، چي هسي راوباسي ، د انسانانو زاره چوي، بيا يي را ويستي، دګران عمران جان جنازه مي پر خپله وژه کښيښوده ، نور مي په هيڅ سر نه خلاصيدي بس د زړه اوښکي وي تر سترګو راوتي، هر يو په غم ککړ وو، چي کله مي جنازه هديري ته ورسول لمونځ ادا شو ، بيا مي د عمران جان آخري ديدار ته ودريدو ، چي کله يي مخ ښکاره کړي ، يقين ومني ما والله که دا خيال کړي دي چي دا مړ دي، زليدلي مخ يي ، تر راختلي سپوږمي ډير ښائسته وو، لکه څوک چي په خواژه خوب ويده وي ، وينه يي تر شهادت 6 ساعته وروسته هم بهيدله ، چي رشتيا ووايم تر ووسه مي داسي شهيد نه وو ليدلي ، دده صداقت دده د لوړ مقام سبب شو ، اللهﷻ دومره لوړه مرتبه ورکړل .


 بس نور مي څه کړي واي ، ډيرو به ژړلي يي، خپله مي هسي زړه ټينګ کړي وو، پلار جان او نورو قريبانو ته مي زړه ورکاوي، د درواغو تسلي مي دوي ته او ځانته ورکولي پہ جنازه کي نه پی ټی ایم وو نه لغړیان او نه رسنی هر کس خپل کور ته ځان ورسوي. په دی پیښه کی نقیب الله، سورکئ، عبدالجبار او یوه زنانه چی د افغانستان سخه ول په شهادت ورسیدل نور ګڼ شمېر ټپیان شوه. 

د عمران جان واده په 18-09-2019 کي وشو او شهادت په 30-07-2020 کي وو يعني لس مياشتي لا هم نه وي شوي، يو خوا ته د عمران جان جدائي بل خوا ته د نوي واده غم، خو بس ښه دي چي تيريده لري. 


 بيا هم اللهﷻ ډير صبر را نصيب کي و ټولو ته. دده شهادت مي د زړه لوئ صبر وو، د شهادت سخه يوه ورځ مخکي په کلي کي يو زناني وفات کړي وو نو عمران جان هديري ته ورغلي وو هلته يي په قبر کيندولو کي ډير زيات کار وکي ، يو کس راته ويل چي کله موږ د هديري سخه راروان شو نو عمران راته ويل چي ددنيا سخه مي ډير زړه تور دي اللهﷻ دي ښه دشهادت مرګ راکي، هغه کس وايي چي ما ورته ويل چي دا څه وايي د الله بنده ته خو لا اوس زوان يي ، دا خبري مه کوه.

اللهﷻ خبر چي څومره په صادق زړه عمران جان دا دعا کړي وي، 

اللهﷻ دي شهادت قبول او مقبول وګړزوي او قريبانو ته په ځانګړي پلار ،مور او وروڼو ته صبر جميل او اجر عظيم ور نصيب کړي. آمين



ھغہ  وخت  کی  دا  منظر سنګہ بدل شو

د جانان مخ می د سترګو نہ اوجھل شو

  چار چاپیرہ  می  کتل، خو جانان نہ وو

ھغہ  خکلی  د    رنګونو  دوران  نہ  وو

  خدایہ  بیا  دی  د غمونو  پہ سودا کړم

دومرہ لږ ساعت دی ولی  پہ خندا کړم 

خدایہ ما خو وئیل ژوند می مکمل شو

ھغہ خکلی ګلورین جانان می خپل شو

چی  یی  څومرہ   د  لیدلو  آرمانی ووم

ھومرہ زیات د جدایئ پہ اور ستی ووم

  پہ  چمن  کی د  بلبلو  چغار  ورک  شو

د  بورا  نہ  د  ګلونو  اختیار  ورک شو

࣠٢

په سلګو سلګو آهونه دي او زه یم

نیمه شپه کې ستا یادونه دي او زه یم

وچې شونډې یمه ستړی جل وهلی

په دې لاره ستر خنډونه دي او زه یم

زما نازک شهیده یاره په بیلتون دې

دخوږې مورکۍ آهونه دي او زه یم

دیو ورک سړي په یاد کې له مودو نه

راته پاتې ترې غمونه دي او زه یم

ستا د ژوند د خاطرو لارو کوڅو کې

راته ایښي یې دامونه دي او زه یم

بس نیمګړې زنده ګي ده ستا فراق کې

نور څه نشته اه دردونه دي او زه یم

هدیره کې په دې لار حیدري! وینم

په مزار دې سره ګلونه دي او زه یم

الحمدالله ربه ستاسخه په هر څه راضی یو
داسی شهادت دی ور نصيب کړي چی موږ په ویاړو

انا للله وانا اليه راجعون 

0 Comments